یوه کردۍ خبریاله “شفا ګه ردي” چې دعراق موصل ښار ته د رپوټ جوړلولپاره تللی وه، پرون ووژل شوه.
هغی د “روداو” په نوم له یوه کردي ټلویزیون سره کار کاوه او په موصل کې د داعش
ډلې پرضد دروانو پوځي عملیاتو په اړه د یوه ټلویزیوني پروګرام چلونکي وه.
شفا دیرش کلنه وه او په موصل کی په بمي چاودنه کی وژل شوی ده.
خبریاله پدي چاودنه کې د داعش ډلی او عراقي ځواکونو ترمنځ د روانې جګړی پرمهال شوی، د هغی همکار یونس مصطفی زخمي شوی دی.
عراق سوریه او افغانستان د خبریالانو لپاره تر ټولو ډیر خطرناک هیوادونه بلل کیږي .
افغانستان کي هم په تیر کال د خبریالانو د تاوتریخوالي لسګونه پیښي رامنځ شوي .