عراق کې د ایران د کونسلګرۍ تر سوځېدو وروسته ۳۵ لاریونوال په ډزو وژل شوي دي

یاد هېواد کې د لاریونونو په دوام تېره ورځ لاریون کوونکو د عراق په نجف ښار کې د  ایران کونسلګرۍ ته اور ورکړ، چې دغې کړنه د ایران او عراق دواړو هېوادونو له لوري وغندل شوه.

د دې پېښې تر کېدو وروسته تازه د عراق پولیسو پر لاریونوالو ډزې کړي، چې له امله یې ۳۵ کسان وژل شوي، خو ځینې راپورونه بیا د وژل شویو کسانو شمېر ۴۵ ښایي.

عراق کې د حکومت پر ضد د اکټوبر له لومړۍ نېټې لاریونونه روان دي، چې له کبله یې په سلګونه کسان وژل شوي دي.