د عراق يوه بېړۍ د دغه هېواد د قلمرو په اوبو کې له يوې جنګي بېړۍ سره تر ټکر وروسته ډوبه شوې او په نتيجه کې يې څلور بېړۍ چلوونکي مړه شوي دي.
د دولتي ټلوېزيون په حواله، د پېښې له کبله ګڼ نور کسان لادرکه شوي دي.
په راپور کې ويل شوي، ۱۰ بېړۍ چلوونکي ژغورل شوي او تر پرون ناوخته پورې د نورو کسانو د موندنې عمليات روان وو.