عراق کې یو روسي وګړی دداعش په تور په اعدام محکوم شو

عراقي چارواکي وايي، يو روسى وګړى چې د داعش د جنګيالي په توګه يې فعاليت درلود او تیره ورځ په موصل ښار کې نيول شوى و، د اعدام په سزا محکوم شو.

چارواکي زياتوي، دغه روسی وګړي چې نوم يې نه دى اخېستل شوى، له ٢٠١٥ میلادي کال راهيسې يې د عراق د دولتي ځواکونو پرضد جګړه کوله.

دا په روسيه کې لومړى زېږېدلى کس دى چې بغداد يې په دار د ځړولو حکم صادروي.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړى چې دغه کس ٢٨ کلن دى او د پوښتنو ګروېږنو په وخت کې يې ويلي چې په مسکو کې يې د يوه ازبک کارګر په مرسته له اسلام سره بلدتيا پيدا کړه.

د اژانس په حواله، کله چې دغه روسى عراق ته لاړ، خپل نوم يې په ابو ياسمينه الروسي واړاوه او دا يې تاييد کړې چې په موصل کې تر نيول کېدو مخکې په جګړه کې ټپي شوى هم و.

عراقي ځواکونه د موصل ښار او نورو سيمو د بيانيولو د عملياتو پر مهال، د داعش ډلې سلګونه جنګيالي نيولي دي.