یاد هېواد کې له څو میاشتو چوپتیا وروسته یو ځل بیا لاریونونه پیل شوي او خلک لارو کوڅو ته راوتي تر څو د دغه هیواد نوي لومړي وزیر مصطفی الکاظمي ته خپلې هغه ژمنې وریادي کړي چې د بیړنیو ټاکنو او د امینتي ځواکونو له لورې د سلګونه لاریون کونکو د وژل کېدو په اړه یې کړې وي او تر اوسه یې په اړه هیڅ اقدام نه دی شوی .
د نشنل د راپور له مخې له څو میاشتو چوپتیا وروسته لسګونه لاریون کونکو د یک شنبې په ماذیګر د کرونا ویروس د خپریدو له امله پر حکومت د نیوکې لپاره د حدفاصل، د طیران او تحریر البغداد سړکونه وتړل.
لاریون کونکو همدا راز په ګرمو شپو ورځو کې د برېښنا د نه شتون په تړاو شعارونه ورکول او ټایرونو ته یې ارو ورته کړ .
عراق په داسې مهال د برېښنا کمبود له ستونزې سره مخ دی چې د اوړي په میاشتو کې پدغه هیواد کې د ګرمۍ درجه تر ۵۰ سانتي ګراډ پورې لوړیږي.
سرچینو خبریالانو ته ویلي، چې د دغه هیواد په دوو روغتونونو کې دوه تنه چې د اوښکو بهوونکي ګاز په مرمیو په سر او غاړه لګيدلي وو ساه ورکړې ده.
د پولیسو په ونیا چې پدغو لاریونونو کې ۲۶ لاریون کونکي ټپیان شوي او همدا راز یو شمیر سرتیري هم برسیرن ټپیان شوي دي.
د عراق لومړي وزیر امر کړی چې د دولت ضد دوه تنو د مرګ پېښه دې وڅیړل شي او امنیتي ځواکونو ته یې سپارښتنه کړې چې پر لاریون کوونکو ډزې ونه کړي.
هغه په یوه ټلویزوني وینا کې ویلي چې د لاریونکونکو د وژل کیدو د پېښې په تړاو یې د څیړنې امر کړی او په ۷۲ ساعتونو کې به یې پایلې ورسره شریکي شي.
د عراق پلازمېنه بغداد او او ځیني نور ښارونه د تیر میلادي کال په اکتوبر میاشت کې د پراخو لارینونونو شاهد و، چې سلګونه قهرېدلي لاریون کونکي لارو کوڅو ته وواته تر څو په حکومت کې د پراخ فساد په اړه غږ پورته کړي .
دوی د کار نشتوالي ، ضعیفو خدماتو او د برېښنا کمبود له امله لاریونونو ته اړشوي و چې همدا لاریونونه د پخواني لومړي وزیر د استعفاء لامل شوه.
د اکتوبر له میاشتې نږدې ۶۰۰ لاریون کونکي د عراق د امینتي ځواکونو لخوا وژل شوي دي .
تازه لاریونه پداسې حال کې پیل شوي چې د عراق حکومت د کرونا ویروس د خپرېدو له ویرې
د لوی اختر د رخصتیو په ګډون د ۱۱ ورځو لپاره پر ګرځېدو د محدودیت اعلان کړی