عقل او مدرسه

لیکنه : محمد ضیاءالحق شمس په مدرسو کې د ټولنیز عقلانیت د ودې عرفي او سیستماتیک خنډونه!

لنډیز

ټولنیز عقلانیت د اروپا په نویو پېړیو کې له مشخصو ځانګړنو سره مطرح شو. وروسته بیا د ژوند د هرې برخې د تجربو سره برابر ارزول شوی او کتل شوی دی. یو وخت په نړۍ کې د مذهبي او سنتي کړیو لخوا ټکول شوی او رټل شوی هم دی. د یو نوي ګام او بدلون لپاره دغه مسأله روښانولو ته اړتیا لري. په افغاني ټولنه کې د ټولنیز عقلانیت د ودنې اندېښنه په جدي توګه مطرح کېدونې ده. په دې اړوند څېړونکو او پوهانو خاص کار نه دی کړی. د امان الله غازي د نویو طرحو مخنیوي بېرته د نه عقلاني ودې او سنتي عرف د ساتنې په موخه پاځون درلود. دا لیکنه په دې ده چې څنګه ټولنیز عقلانیت په اوسنیو شرایطو کې وده نه کوي. د مفروضاتو او ټولنیزو شرایطو په پام کې درلودلو سره د ټولنیز عقلانیت د پاتې کېدو لاملونه په ګوته شوي. مدرسې د نمونې په توګه د هغو چاپېریالونو استازیتوب کوي چې هلته د ځانګړو مفروضاتو د شتون او د ټولنیزو شرایطو له مخې ټولنیز عقلانیت وده نه کوي. فرضیه دا ده چې د خاصو مفروضاتو منځ ته راتلنه او د ټولنیزو ځانګړو شرایطو اغېزې هغه ډول ډیالیکتيکي تجربې را نغاړي چې په وچو او محضو باورونو ختمېږي. د داسې یو تحقیق لپاره د مرکو او اسنادي روشونو څخه کار اخیستل شوی. موخه دا ده چې وپوهېږو دغو چاپېریالونو کې د ودې او هیلو ته د رسېدو لپاره خنډونه شته دي، باید د هوارۍ فکرونه یې وشي. نتایج دا دي چې مدرسو کې څوک نه هوښیارېږي او هلته د ټولنیز عقلانیت عرفي او سیستماتیک مخنيوی کېږي.

اصلي مفاهیم: مدرسه، ټولنیز عقلانیت، ښوونځی، مفروضات (فرضي باورونه).

بشپړه لیکنه

عقل عقلانیت فرهنګ مدرسه ټولنه ټولنیز عقلانیت