علمي ذوق څنګه پيدا کيږي؟

حکمت الله برهان

دا خو د هر ښوونکي مسووليت دی چې په زده کوونکو کې د زده کړو د ښه ترلاسه کولو له پاره علمی ذوق  پيدا کړي او په زده کوونکو کې د زده کړې د ښه شوق د پيدا کولو له پاره له بيلابيلو ميتودونو او طريقو کار واخلي.

هوښياران وايي چې هر کار په شوق او علاقه کيږي، که چيرته يو څوک له يو کار سره شوق ولري نو ډير ښه او زر يې ترلاسه کولای شي، همدغه راز د علمي ذوق د ترلاسه کولو له پاره لومړنۍ هڅه  زده کړه او مطالعه ده چې پرمټ يې زده کوونکی هڅيږي چې د علم د ترلاسه کولو لار ونيسي.

خو ددې تر څنګ د ښوونکي او مشرانو مرسته او پاملرنه هم اړينه ده، که چيرته څوک په يوه کوچنۍ تعليمي اداره کې زده کړې کوي، خو همت، ذوق او مطالعه ولري، په لږ وخت کې ډيره علمي وړتيا ترلاسه کولای شئ. خو که څوک په يوه لويه تعليمي اداره کې وي، خو نه علمي ذوق لري او نه هم همت او  خواري  نو  دغه زده کوونکی بيا هيڅکله په خپلو زده کړو کې پرمختګ نه شي کولای.

زمونږ په ټولنه کې لکه څنګه چې يې د ژوند په نورو برخو کې ستونزې شته دي، د علم په ډګر کې هم ډيرې ستونزې دي چې د حل له پاره يې کومه پاملرنه نه کيږي. او  چې په يوه کورنۍ کې يو زده کوونکي ته څنګه چې اړتيا ده هغسې پاملرنه نه کيږي، زده کوونکي څخه د هغه څه پوښتنه نه کيږي چې په کار دی، يو زده کوونکی په ښوونځي کې د ورځې يوازې پنځه ساعته وخت تېروي او پاتې ټول وخت په کور کې تيروي چې د وخت د زيادت له امله کورنۍ ته په کار دي چې د خپلو کشرانو زيات تعقيب او نظارت وکړي، خو دا چې زمونږ  خلک علمي وړتيا نه لري، نو بيا هم نه شي کولای چې خپل بچيان په ښه توګه تعقیب کړي، مګر بیا هم په کار ده چې د خپلو بچيانو د تربيت له پاره ځانګړې تګلاره جوړه کړي او لږ تر لږه بايد دومره وکړي چې خپل بچيان په زده کړو بوخت وساتي.

زده کوونکو ته د هغوی د اړتيا وړ علمي توکي  پوره کول، راوړل او هغوی هڅول تر څو په زده کړو کې خپله  دلچسپي او علاقه نور ه هم زیاته شي او خپلې زده کړې په ښه توګه سر ته ورسوي نو کله چې دغه زده کوونکي د ماشومتوب له مرحلې پورته کيږي او ځوانۍ ته رسيږي بيا ترې کورنۍ بې غمه کيږي او  د عمر په تېرېدو سره  دهغوی فکر غښتلی کيږي او بيا ورځ تر بلې هڅه کوي چې د خپل استعداد لوړ تيا له پاره کار وکړي او خپل ځان يو مقام ته ورسوي.