علي وزیر او محسن داوړ تورخم ته رسېدلي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران هر يو علي وزير او محسن داوړ د ولسمشر اشرف غني د لوړې په مراسمو کې د ځمکې له لارې کابل ته روان شوي او نن سهار تورخم ته رسيدلي دي. بلخوا په اسلام اباد کې د افغانستان سفير عاطف مشعل په چورلکه کې د هغوى د لېږدولو په موخه تورخم ته روان شوى دى.