عمران خان تر خوشې کیدو وروسته په خپلو پلویانو غږ کړی چې په ټول هیواد کې لاریونونه وکړي

نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، «خپلواکي په آسانۍ نه راځي، تاسو یې باید واخلئ او باید سرښندنې ورکړئ» د تحریک انصاف ګوند مشر د خپلو پلویانو څخه غوښتي چې په کلیو او کوڅو کې نن لاریونونه وکړي او تر څنګ يې دا هم ویلي چې په سمدستي توګه د ټاکنو لپاره به د چهارشنبې په ورځ خپله مبارزه بېرته پیل کړي.