عمران خان: پاکستان دې د امریکا له غلامۍ ځان ازاد کړي

 

د پاکستان د حکومت د اپوزیسیون مشر عمران خان وايي، په حکومت کې ځينې لوړ پوړي چارواکي له امریکا پيسې اخلي او په دې توګه یې هېواد د امریکا غلام ګرځولی دی.

نوموړي له ګارډین سره په خبرو کې ویلي، پاکستان دې له امریکا نظامي او نورې مرستې نه اخلي او په دې توګه دې ځان ددغه هېواد له غلامۍ خلاص کړي. عمران خان زیاته کړې پاکستان په هغه جګړه د ډالرو لپاره ځان ښکېل کړی چې امریکا یې د ترهګرۍ ضد او د سولې لپاره بولي خو حقیقت یې دا شی نه دی.

د عمران خان په وینا د پاکستان د حکومت ډيری مشران اوس ددې لپاره د امریکا غلامي او امر مني چې دوی ته یې میلیونونه ډالر ورکړي دي او د مرستو په نامه یې دغه هېواد د ځان غلام ګرځولی دی.

ده ویلي، هڅه یې دا ده، چې د پاکستان پر وړاندې په نړۍ کې شته نفرتونه له منځه یوسي، د پردیو له واکمنۍ پاکستان خلاص کړي او ددغه هېواد نړیوالو اړیکو ته نوی تعریف ورکړي.