عمران خان یو ځل بیا هند ته د خبرو اترو وړاندیز کړی

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د هند ولسونو ته له ترهګرۍ نه د ورپېښو ستونزو د هواري، په سیمه کې د امن ټینګښت، د کشمیر د ستونزو او نورو اړوندو مسائلو په اړه یو ځل بیا هند ته د خبرو اترو وړاندیز کړی دی.

عمران خان یاد وړاندیز په هغه لیک کې کړی دی چې نریندرا مودي ته یې د هند په ټاکنو کې د هغه د ګوند د بریالي کېدو د مبارکۍ لپاره استولی و.

د پاکستان د ملي راډیو ټلویزیون د راپور له مخې عمران خان په دې لیک کې مودي ته ویلي، په سیمه کې د امنیت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه اړتیا ده چې دوی خپل منځي اختلافاتو د پای ټکی کېږدي.