عمر اکمل د خپلې قضیې په اړه محکمې ته عرېضه کړې

د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې منځني توپ وهونکي عمر اکمل د هغې قضیې په اړه چې دی پکې له هرډول کرکټ څخه ۳ کاله محروم شو، محکمې ته عرېضه کړې او ویلي یې دي، چې دې د استیناف حق لري.

عمر اکمل چې د پاکستان کرکټ لوبډلې منځنی توپ وهونکی و، د روان کال اپرېل په ۲۷ مه نېټه یې د لاهور ښار د محکمې قاضي فضل چوهان عمر اکمل د منظم اصولو ماتولو او فساد کې د ښکېلتیا له امله تورن وپېژاند او درې کاله یې له هر ډول کرکټ څخه محروم کړ.

اوس عمر اکمل د خپل ځان په اړه د استېناف غوښتنه کړې او ۱۵ ورځو کې به خپل د استېناف اړوند موارد محکمې ته وړاندې کوي.

عمر اکمل چې ۲۹ کاله عمر تر ۲۰۱۵ م کال  پورې د پاکستان لوبډله کې یو مطرح توپ وهونکی و؛ خو د ۲۰۱۵ م کال راپه دېخو اوټ فوم و او د کرکټ بورډ له پامه هم غورځول شوی و.

نوموړی د ۲۰۲۰ م کال پي ایس ایل یا پاکستان سوپر لیګ سیالیو څخه هم منه شوی و.

دی په پاکستان سوداګریز کرکټ لیګ کې له کوېټې ګلېډېئټرز کرکټ لوبډلې سره لوبېده.

۲۰۱۴ م کال اسیا جام سیالیو کې عمر اکمل د افغانستان خلاف سلیزه ووهله او د ده د ښې توپ وهنې له امله پاکستان لوبه وګټله.

خو اوس نوموړی د نظم یا ډېسېپلین اصولو ماتولو له امله درې کاله له هر ډول کرکټ څخه منع شو.