د ډاکټر په کتنځي کې پر دیوال د تورو سترګو عکس راځوړند و. پر بل دیوال د یوې شین سترګې نجلۍ تصویرلګیدلی و، ورته ځیر شوم، بڼورې سترګې یې شنې نه وې زرغونې غوندې ښکاریدې.
ساعت ته مې وکتل له شپږو نهه تیرې وې. تر ما مخکې د یوه سپین ږیري نوبت و چې مخامخ راته ناست و. د سپین ږیري سترګې تر عینکو لاندې رډې رډې راختلې ښکاریدې، پر خپلو سترګو مې لاس تیر کړ:
« که یې داسې عینکې راکړې دا خو بدې ښکاري»
سپین ږیري راته وویل:
- سترګې دې په څه دي؟
- د تلویزیون پر پردې چې څه لیکل شوي وي هغه سم نه شم لوستلی
- د بوډا شونډې ویړې شوې:
- عینکي به شې
زما چپه سترګه وغورځیده. لاس مې پرې کیښود او لاس مې ښکل کړ. سپین ږیري راته وویل:
– په سترګو ډیر لاس مه وهه نورې هم خرابیږي. ما دیوال ته وکتل، د نجلۍ شنې سترګې همداسې رډې رډې راته ښکاره شوې لکه د عینکو شاته د بوډا سترګې.
پای