غالب: پاکستان کله تور او کله سپین بیرغ سره وسله وال رالیږي

د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالي ولسوال حاجي غالب مجاهد وایي،چې وسله والو مخالفینو ته د پاکستان ای اس ای استخباراتي شبکه روزنه ورکوي او بیا یې د طالب یا داعش په نوم د جنګ لپاره اچین ته رالیږي.

دی وايي، افغان امنیتي ځواکونو په پوره میړانه داعش ته ماته ورکړه او هغوي يې له سیمې وشړل.

حاجي غالب دا خبرې له انعکاس راډیو سره په یوه ځانګړې مرکې کې کړي.

د نوموړي سره زموږ د همکار سید جاوید شینواري د یادو شو خبرو په ګډون پر بیلابیلو مسایل بشپړه مرکه دلته اوریدلی شئ.

حاجي غالب لومړی د اچین پر امنیتي وضعیت غږیږي: