غاښونو کريم يوازې د غاښونو نه دي!

حتماً به مو کله پياز يا هوږه ټوټه کړي او لاسونو به مو بد بوی ځنې اخيستی وي، دا چې له دې ستونزې مو بېخي غوږونه ارام شي، پر لاسونو مو د غاښونو کريم وموښئ، وروسته يې په تړمو اوبو پرېمنځئ، له دې سره به د پياز يا هوږې بې ‌خونده بوی درڅخه ورک شي.

ځينې نور شيان هم شته چې بوی يې تر ډېره پر لاسونو پاتېږي، د دې لپاره چې هغه بوی مو له لاسونو ورک شي، لاسونه مو د غاښونو په کريمو ولړئ او بيا يې پرېمنځئ.

د غاښونو کريم نه يوازې دا چې د بوی د ورکولو لپاره ګټور دي، بلکې پر جامو، فرشونو، پردو او د کور په نورو تکه‌يي څيزونو د لګېدلو داغونو او لکو په  له منځه وړلو کې هم پوره پوره مرسته درسره کولای شي.

مېرمنې له دې ستونزې سره هر وخت مخ کېږي چې جامې او يا هم د کور نور تکه‌يي شيان يې داغ شي او يا يې په بوټونو داغونه جوړ شي، دوی د دې شيانو پاکوالي ته زړه خوري، خو چې له دې ستونزې بې‌غمه شئ، اسانه او ساده لاره د غاښونو کريم دي، تاسې کولای شئ داغ او خاپونه خورا ښه پرې پاک کړئ.

لږ اندازه د غاښونو کريم په داغ شوي يا لکه شوي ځای ووهئ او و يې سولوئ، وروسته اوبه ورباندې تېرې کړئ، له دې سره به داغ يا لکه پاکه شي.

که مو پر دېوالونو باندې خط شوی وي، هغه هم د غاښونو د کريمو په مرسته پاکولای شئ. د غاښونو کريم په خط شوي ځای ووهئ، لږ يې پرې وسولوئ، له دې سره به داغ په بشپړ ډول پاک شي.

که مو موبل او فرنيچر داغ شوي وي، هغه هم له دې ډول لارې چارې په ګټې اخيستو سره پاکولای شئ.

هغه لوښي په تېره بيا د ماشومانو چوشک چې د شيدو بوی يې اخيستی وي، د غاښونو په کريمو کې پرېمينځئ، بوی يې بېخي له سره ختمېږي. که کوم لوښی د هګۍ بوی اخيستی وي، کولای شئ د غاښونو په کريمو يې پرېمنځئ او بد بوی يې ور ورک کړئ.

د غاښونو کريم د ريګمال کار هم ورکولای شي، که کوم اوسپنيز شی زنګ وهلی وي، د غاښونو په کريمو يې زنګ له منځه يوسئ.

 

که مو د سپينو زرو ګاڼه توره شوې او پيکه شوې وي؛ نو د غاښونو په کريمو کې يې پرېمنځئ، له دې سره به مو ګاڼه ځلا او ښکلا پيدا کړي.

د دې تر څنګ د غاښونو د کريمو په مرسته خپلو نوکانو ته ځلا او ښکلا ورکړئ، د غاښونو کريم نوکان تازه کوي، کټ مټ لکه غاښونه داسې يې رڼه وباسي.

که حشرې چيچلي ياست، يا مو د بدن کومه برخه سوځېدلې وي؛ نو د سوخت، بخار او درد د کمولو له‌پاره د غاښونو له کريمو کار واخلئ، په چيچل شوي او يا سوځېدلي ځای لږ اندازه وموښئ، سوخت او درد به يې تر يوه بريده په ارام شي.