غزالي او انسان

لیکنه: سیداصغر هاشمي

امام غزالي متشـرع عالم او لیکوال و. په ټولیز ډول د ده په ټولو اثارو او په ځانګړي ډول «کیمیای سعادت، احیاالعلوم الدین او مکاشف القلوب» یې هغه دیني لارښوونې دي، چې د انسانانو لپاره مهمې خبرې لري. د ده په اکثرو اثارو کې د قران کریم او احادیثو په رڼا کې انساني لارښوونې شته. دی انسانانو ته نصیحت کوي، چې اصلاح له ځانه پیل کړي او د خودۍ «ځان پېژندنې» په مفهوم پوه شي.

امام صاحب په ځان پېژندنه کې په باطن تاکید کوي، دی وایي: د انسان ظاهر کالبد او ډانچه ده. انسان د ګنده او بوی ناکې خټې جوړ شوی دی. روح با ارزښته دی. ښه روح ښه مشـري او بد روح بده مشـري کوي. ظاهر په سترګو ښکاري او باطن نه ښکاري، بلکې باطني بینايي غواړي. زړه د باطني بینایي اصلي محور دی، یعنې زړه پواسطه د انسان باطن جوړیدای شي. یو د زړه ساختمان دی یا هغه جوړښت دی، چې په سترګو ښکاري او بل د زړه باطن دی. زړه د نړۍ ټول انسانان لري، خو د هر چا د زړه باطن جوړ نه دی او یا زړه خو حیوانات هم لري چې په سترګو ښکاري، خو د انسان له زړه سره یې توپير په باطن کې دی.

د انسان ټول ظاهري او باطني جوړښت د یو مملکت حیثیت لري، زړه یې پاچا دی او په ټول ملک مشـري کوي. ښه او پیاوړی پاچا پیاوړې او ښه مشري کوي او بې کاره او ناکاره پاچا به په خپلو کارونو کې ناکام وي.

فکر، عقل او دماغ د همدې مملکت د لومړي وزیر دنده په غاړه لري، د پاچا ټولې خبرې مني او بیا یې د ملک نورو لوړ پوړو چارواکو ته وړاندې کوي، که پاچا سم هدایت وکړ، نو د وزیر لخوا هم سمه لارښوونه د لاس لاندې چارواکو ته کېږي. د ملک نور کار کوونکي د بدن اعضاوې دي لکه لاسونه، پښې، سترګې، غوږونه، پوزه او داسې نور. که په لاسونو د خیر او یا د شر کارونه کوو، نو لارښوونه یې له زړه کېږي. که په پښو جومات پر ځای خرابو ځایونو ته ځو، امر یې له زړه کېږي. که په سترګو ګناه کوو، په غوږونو غیبت اورو او داسې نورو کړنو لارښوونه له زړه کېږي. ښه زړه د ښه او پرمختللي ملک نمایندګي کوي او خراب زړه د خراب مملکت. عبثیاتو زړه ته دام ایښی وي چې خپل په نیرنګ کې یې ونیسي. هغه زړه چې د کار نه وي ډير ژر په عبثیاتو اخته کېږي او هغه چې په معرفت د الله نوراني وي، نو کله هم په داسې دامو کې نه نیول کېږي.

کله چې زړه غواړي اصلي او حقیقي ښکار وکړي، نو معرفت حاصلوي او بیا نو دا زړه د ځان پیژندنې لپاره سمه لاره چاره ښيي.

د انسان ظاهري پنځه حواسه «اوریدل، لیدل، بوی کول، حس کول او خوند معلومول»او باطني حواس «تخیل، تفکر،حفظ،تذکر او توهم» د زړه د فرمان لاندې دي. که زړه پیاوړی او ښه وه، نو دا ټول حواس سم کارونه کوي او که زړه ناسم وي، ناسم کارونه کوي.

د چا چې زړه جوړ شو، نو د ځان پېژندلو په مفهوم پوهیږي او کولای شي چې د بدن له ټولو اعضاوو سمه ګټه واخلي، ننني ډېرې ستونزې په دې کې دي چې د ځان پېژندنې له مفهومه خبر نه یو.

د نړۍ ټول انسانان دوه ګوني رغښتونه لري، دا چې له دې رغښتونو څه ډول ګټه اخلي، نو په دې کم کسان پوهیږي. لاسونه، پښې، سترګې، غوږونه، فکر، احساس، خیال، اخلاق او داسې نور داخلي او خارجي توکي ټول انسانان لري، خو په دوی کې ځینې د ځان پېژندنې په مفهوم پوه دي او د خپلو اعضاوو سمه ګټه اخلي.