نه په ستن او نه په تار پسې روان دی
ګرېوان څيري ځي په یار پسې روان دی
دی د لېچو له لیندو را وتی غشی
مرغۍ نه و لي په مار پسې روان دی
په رباب کې په اوبو او په بنګړو کې
پسې ځي په شرنګهار پسې روان دی
تر غچۍ ګوتې د زړه ، نیولی مینې
د ښکلا په ورک دیار پسې روان دی
له نارو یې تش لفظونه ډکوینه
ځي د زاڼو په کتار پسې روان دی
خیال کاروان ته رام پري په کجاوه کې
زرین اوښ یې دی مهار پسې روان دی