د سولې، د اوربند، خبرې کیږي په وطن کې
راووځئ، د ژوند خبرې کیږي په وطن کې
ته راشه او د زلفو تار زما له ګوتې تاو کړه
د زړونو د پیوند خبرې کیږي په وطن کې
زما د لاهوتي سندرو مستې هنګامې دي
که ستا په سپین مړوند خبرې کیږي په وطن کې
ته غوږ شه په ممبر د محبت کیسه شروع شوه
ته غوږ شه، څه د پند خبرې کیږي په وطن کې
د واړه شهیدانو ارماني روحونه ناڅي
له جنګه د سوګند خبرې کیږي په وطن کې
په داغ داغ د کابل د زړه روانې تبصرې دي
په زخم د هلمند خبرې کیږي په وطن کې
په سترګو کې مې اوښکې د خوښۍ راغلې جلاله
عجبې څه د خوند خبرې کیږي په وطن کې
جلال امرخېل