شاهنواز باقر
آباد کړی ، په وجود کې چا د شګو بيابان دى ؟
چې درياب ته په يوه لپه اوبو پسې روان دى
مات خوبونه زه په ماتو ماتو سترګو باندې ګورم
تږي څاڅكي راوريږي ، د پنځم موسم باران دى
ماته وايي چې کافر يې ، د چاړې لاندې يې پروت يم
راته کړی په غوږونو کې چې کوم ملا اذان دى
تير مې نه شي چرته ستوري ، زه په دې باندې ويريږم
د اوبو په ډک ګيلاس کې مې ليدلى بيا اسمان دى
زه د خپل وجود په تاو کې لكه ونه سوزيدمه
زما سيورى په بل چا ٶ ، مګر لمر مې په خپل ځان دى
چا د پښو لاندې باقره! ، وه مېږى چرته مړ کړى
لا تراوسه مې رنګ زيړ دى ، لا تراوسه مې زړه وران دى