غزل

زه ټول مړ یم خو وجدان مې لا ژوندی دی

په وجـود کـې پټ انسان مـې لا ژوندی دی

په ټوټه ټوټه زړګــــــی مـــې شکــر کشه!

دا د روغ وطن ارمان مـــې لا ژوندی دی

شهزادګۍ غنـی د میــز تر شا چـــــې ولید

ویلې؛ اخ بابا امــــان مــــې لا ژوندی دی

پیوندونه به اخــــر پاڼې، غوټـــــــۍ شـــي

ونې کونډې خو باغوان مې لا ژوندی دی

او په تصویر یې یو شیرین کامنټ راکړی

پاستي وېشمه تورمان مې لا ژوندی دی!

شاعر:اجمل تورمان