غزل

شاعري مې درنه دود شه دود شه دود شه

خـو ته ساز شه، تـه سندره، تـه سرود شه

لکه لمـر، لکــه باران د جــــانان عشـــقه!

یو په مـا او بل په مــا پورې مـــحدود شه

د سینــې مــې چپه خـــوا ده تشـــــه کړې

راشه راشه دا حصــــه مـــې د وجود شه

مــا ویل ستا پېغلتوب به مـې روزي شي

خـــو قــران کـه یو مچکه درنه بــود شه

اوتور تورمانه ته په خپل انداز کې راشه

درته نه وایم )سایل( شه یـا )سعود( شه

اجمل تورمان