را یو ځای به دې یو ځل کړمه لاسونه
ګوته ګوته به دې ښکل کــړمه لاسونه
ته کــه راغللې پایتخت تــه ده نېشینې
راچاپېر به لـــه کـابل کړمـــه لاسونه
ما ویل زما د جنۍ سره ورغوي خوښ دي
تا ویل سره بــه تر څنـــګل کـــړمه لاسونه
شراب چېرې، بنــګاوه د کلــي چېرې
درته لپه بـــــــه اول کړمــــه لاسونه
ته ګلان په کې د خپل پېغلتوب کېږده
زه ډنډرې بــــه د ګل کړمــه لاسونه
اجمل (تورمان)