غزل

ژوند مې خوښيږي خو غمونه زما نه خوښيږي
په دې صحرا کې خپل خاپونه زما نه خوښيږي

د درد جامې ورته ګنډم د زړه په ستړي درزي
د اسويلو لوڅ بدنونه زما نه خوښيږي

په ماشومتوب کې مې اغزى و چرته پښه کې تلى
چې را زلمى شومه ګلونه زما نه خوښيږي

ته خفه نه شې ټوله شپه به تيروم په ويښه
ته خفه نه شې تصويرونه زما نه خوښيږي

د تنهائي احساس زما سره بيخي نه پريږدي
ګني باقره! ديوالونه زما نه خوښيږي خوښيږي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شاه نواز باقر