غزل

ور يې راخلاص کړ، زما زړه ورته دعا وکړله

شکر دى خدايه! چې پوښتنه مې هوا وکړله

يوې جينۍ د څادر پيڅکې پورې زهر تړل

چې بې تپوسه مې رشته ولې بابا وکړله؟

ما پورې خوله نشته، پوکى به اور ته څنګه ورکړم؟

د سوځيدلي ښار دعوه، خلكو په ما وکړله

څه په غزل، څه په روزګار، څه ستا په غم، تيره شوه

د زندګۍ سره مې ډېره ناروا وکړله

درد مې وړوكى راځلمى شولو ، د زړه په غيږ کې

په محبت کې مې باقره! انتها وکړله

شاه نواز باقر