عبدالباري جهاني
راځه چي نن دي پر هجران باندي غزل وليكم
يو څه پر تا يو څه پر ځان باندي غزل وليكم
د خپلو هيلو له لحد سره مي ونڅېږم
د خپل جنون پر نيستان باندي غزل وليكم
هره شېبه مي د بېلتون په اوښكو ولمبوم
ستا د خيالونو پر پېزوان باندي غزل وليكم
ستا د ښكلا د ځوانيمرگو ارمانونو په ياد
په پسرلي كي پر خزان باندي غزل وليكم
د تورو ورځو په كوگل كي مي لمبه لمبه سم
نن د ازل پر شبستان باندي غزل وليكم
دانه دانه اوښكي مي ستا تصوير ته وژړوم
د خپل قسمت پر ورك جهان باندي غزل وليكم
ستا د نيمگړو سفرونو كيسه وسپړمه
هم پر منزل هم پر كاروان باندي غزل وليكم
پكښي مي څرك د ارمانونو د بېړۍ لټوم
هم پر ساحل هم پر توپان باندي غزل وليكم
د خيال په كور كي مي تېشه د آذر ورنگوم
په خپل تندي كي پر جانان باندي غزل وليكم
جهاني ځمه له قلم څخه كسات اخلمه
په زړه ظالم پر شنه آسمان باندي غزل وليكم