غزل

تیریږی عمر تیر شو وختونه په دې هیله

لاهم داسې جنګونه او ویرونه په دې هیله

 

یو ورځ وه چی اختروو خوشحالي وه په کورو کې

یوه ورځ ده ځوک مو وژني اوربندونه په دې هیله

 

زمونږ هغه هیلی ارمانونه دی ټول داسې

مونږ ستړې کړې دعاګانی ثوابونه په دی هیله

 

خبره واوره ولې پښتانه زمونږ قتلیږی

چی نه ورکوي یوبل ته لاسونه په دې هیله

 

پوهیږم دغه شپي به سبا کیږی سحرمومي

کابل او پیښور به پښتون کیږی په دې هیله

 

پخوا نه ښه نو داسې چې جدا جدا پراته وو

نواوس به پښتانه ټول یوځای کیږي په دې هیله

 

سپوږمۍ تیاره رڼه کړه بس رڼا خلکو ته راوړه

په غرونو چې ته کله راجیګیږې په دې هیله

سپوږمۍ