غزل

شاهنواز باقر

اوس به سحر او ماښام پروت يم، د پرهر په پښو کې

ستا د بڼو ازغي می تللي د ځیگر په پښو کې

 

د‌ ښار په شور کې رانه خپله خاموشي ورکه ده

دا چې په ځان پسې راکاږم خپل څادر په پښو کې

 

نه یې دنیا راکره، او نه تاته در ورسېدم

دومره دم هم نه و زما د مقدر په پښو کې

 

زندگۍ تا خو لاس نیولو ته مجبوره کړمه

ما خو په ژوند کې ایښی نه و چاته سر په پښو کې

 

ساه مې درنده درنده بیا کېږي د وجود په اوږو

ستا د وعدو زولنې وړم، د مازیگر په پښو کې

 

باقره! داسې مې د هر چانه خپل ځان راټول کړ

لکه مارغه د شپې راټول کړي خپل وزر په پښو کې