غزل

په خپل ځيګر باندې مې زړه خوږېږي

په مات نښتر باندې مې زړه خوږېږي

 

انسان خو پرېږده زنګ يې هم نه وهي

د کور په ور باندې مې زړه خوږېږي

 

ما سره سم په تنهائى کې زوړ شو

په خپل څادر باندې مې زړه خوږېږي

 

نه څوك ورتلى شي نه راتلى شي چاته

په سمندر باندې مې زړه خوږېږي

 

باقره! پروت دى لکه لعل ايرو کې

ستا په هنر باندې مې زړه خوږېږي

شهنواز باقر