غزل

ستا د یادونو له دنیا نه په وتو نه کېږي

د بیلتون ژمی دی ژوندون بې له لمبو نه کېږي

 

زه به دې نیسم زنه زه به دې پخلا کړم ګرانه

خیر که خپه زه وم خو دا کار له سړو نه کېږي

 

چې پښتنه تعلیم یافته شي پښتنه پاتې شي

بیا یې تمثیل په پاکو حورو پرښتو نه کېږي

 

خیر دی مغرور دې یې په ټيټ نظر خو مه راګوره

ستا د غرور سایې ته ناسته یم په تلو نه کېږي

 

د ستا د درد د زغم خبره په ورو ورو داسې شوه

اوس اوښکې هم غواړي اشنا په اسویلو نه کېږي

 

عابده اوس د زړۀ خبرې په خپل عقل تلي

په دوعا ستړې شوه راتګ دې په سجدو نه کېږي

عابده فرهنګ