غزل

په تصويرونو باندې اوښکې پرتې

په قسمتونو باندې اوښکې پرتــې

 

په شته خوبونو باندې اوښکې پرتې

په دېوالونو بــــاندې اوښکې پرتې

 

په تابوتونو باندې اوښکې پرتـــــې

زموږ قبـــرونو باندې اوښکـې پرتې

 

په بارانونو بانـــــدې اوښکې پرتې

دې موسمونو باندې اوښکې پرتې

 

په جوماتونو کې رڼې روانـــــــې

په قرانونو باندې اوښــــکې پرتې

 

د سـتا غزل د اوښکو، اوښکو ذکر

د ستا شعرونو باندې اوښکې پرتې

اوښکه امېل