چې خپل وجود ورباندې بار وي ، سړى ساه څه کوي
څوك چې له ځان سره رشته پرېږدي ، نو تا څه کوي
د دعاګانــــو دېوالونــه مـې اسمــــان تـه رســـــي
ته صبـــــر وکړه، چې له مــا سـره الله څه کوي
بلهـــا مـودا وشـــوه، چې زه ترېنــه راغلــى يمــــه
د تنهائــــى پــــورې ورځمـــه ، چې تنهــا څه کوي
وخته! خفــه نشــې مــات شوي ، زړونــه مه تښنوه
خلک عـــادت دې په ژړا بانــــدې ، خنــــدا څه کوي
کاڼـــي راوخلـــه ، په لاسونـــو کې ګلونــه کېـــږده
مــا او تــا څـه کـــوو، باقـــره! او دنيــــا څه کوي.
باقر