د مــسافرو دومــره خــيال ساتي
ورته ښيښه ساتي دسمال ساتي
اوس د جنون څپو اخستې داسې
ستا تصويرونه په ديوال ســــاتي
هغه په خپل حسن غره دومـره ده
لمر نه وجود ساتـي جــــمال ساتي
ستا د راتلو زيرى پرې شوى دى اوس
په خپل تندي باندې بـــــه خـال ساتي
په انســـــانـــانـــو بانـــدې رحم کــوي
هغه د خوارو څومـــــــره خيال ساتي
ستاسو خور: اوښکه امېل