غزل

سوچ کومه ډېرې انديښنې دي زما داسې ژوند دى

سوزوم سکروټو کې مې پښې دي زما داسې ژوند دى

 

مور مې ټوټو نه جوړه کړې په کې هېڅ هم نشته

بکسه کې ګورې؟ کتابچې دي زما داسې ژوند دى

 

زه دې نړۍ ته په يو داسې منظرې ګورم چــــې

ځنګل کې وخت تېروم شپې دي زما داسې ژوند دى

 

درد قرارومه په خپل ذکر د درد قدر کومــــه

راسره لاس کې سيپارې دي زما داسې ژوند دى

 

سرې ماښامه دلته ويره وي، خلک، خلک وژني

ځکه مې بندې دروازې دي زما داسې ژوند دى

 

پرون مې هم کار نه و، نن هم کور ته تش روان يم

ځکه مې اوښکې! سترګې سرې دي زما داسې ژوند دى

 

شاعره: اوښکه امېل