غزل

وخــت تېريږي زه زېړېږمه اشــنا

تصــــور کــې دې زورېږمه اشـنا

داځل ته په وعــده ماسره پخلا شه

بيا بــــه نــــــه مــــرورېږمه اشـنا

د بيګانه چې په نه څه ته خفه شې

تـــر ســــــبا هسې ژړېږمه اشـــنا

زه اکثره ستا له غمه ستا لـه فکره

په لمانځه کــې سهوه کېږمه اشــنا

د حسرت لمبې په سر راته بلېږي

لکه شمع ويلــــي کېـــږمه اشـــنا

ته چې کله مرور شې خزان راشي

د ګلاب په شـــان رژېږمه اشــــنا

چپه سترګه مې رپېږي شک مې راغی

نــــن ســـــبا درنه بېلېــــږمه اشــــنا

زه سعيدي خو که جونګړه که چوپال وي

پـــــــکـــــې تاسره اوسېږمه اشـــــنا

سید قیاس سعیدي