غزل

والله که دا خبره مـــې په خـــــولې راځي حاجي

د ستا ټوټې نه لنډې شان جـــــا مې راځي حاجي

 

اوس دلته چې بم والوځي روغتون چې زه ورشم

تنکي،تنکي ګلان مري، جــــنـــــازې راځي حاجـي

 

يو ورځ به داسې راشــي د پښـــتون نسل به نه وي

ښــــارونو ته قابــــو دي هـــــــديرې راځي حاجـي

 

غربت انتهايي کوي، نامرد دى، يــــــاري نـــــــه کړي

سپين سترګى دى زمونږ تر دروازې راځــــي حاجــي

 

اخ! اخ! قربان، قربان شـمه ړنده شمـــــــه څه اورم!؟

ښوونځي بندوي دلــــــــته اخطاريې راځـــي حاجـي

 

يو وخت و، دلتـه لوړ،لـــــوړ چينـــــارونه و، جرګې وې

اوس دلته د يـــــهودو قــــــافـــــلــــــې راځي حاجـي

 

دا کال که خداى کــول منى کـــه شتــــه فصلونه وشوو

دې ډاګ ته به ګوچيان راشي، رمـــــــــې راځـــي حاجي

 

پرون مـــې ورته وويل بـــدرنګې اوښــــــکې مـــه ځه!

ګـــرېوان تــــه زمـــا اوښــکي څـه رڼـــې راځي حـاجي

 

ستاسې خور: اوښکه امېل