غزل

نه څوک لرمه، نه مې څوک وو، نه د چا یمه زه

تا ته له سر و ماله تیره په ریښتیا یمه زه

 

دا چې په کوم دین او مذهب یم رانه ولې پوښتې

زه خو د مینې په مذهب ومه او بیا یمه زه

 

د ژوند په بیه مې بس دغه یو ارمان ګټمه

چې دومره ووایي زه ستا ومه او ستا یمه زه

 

بس کله کله مې زړه درد وکړي بیخي ښه نه شم

تاپسې دومره سرګردانه له پخوا یمه زه

 

ته داسې مه وایه چې یو دم ولې داسې شومه

حورې یو تاپسې له درده په ژړا یمه زه

حوره سپېڅلې