غزل

چې نه راته راګورې نو نارې خو به وهم

د ګل له خاندان یمه، لمبې خو به وهم

 

چې نه رادرومي سوله نو ګیلې خو به کوم

چې نه راپاڅي خلک نغارې خو به وهم

 

ته لاړې مسافر شوې او زه تشې لېچې ګرځم

جېبونه د بابا او د ادې خو به وهم

 

د ننګ په میدان ډېره له پښتو یمه مجبوره

چې ته یه قربان وکړې نو چمبې خو به وهم

 

قربان دې له یادونو له ماښامه راپه یاد شې

په ویښه تر سحره تورې شپې خو به وهم

 

چې تا پورې درغلي په هغو لارو درځمه

که هر څومره اوږدې وي زمانې خو به وهم

شاعره: ثانیه احمدزۍ