څوک قرباني ورکوي، څوک پکې بې پلاره ګرځي
څوک جنتونو ته ورځي څوک يې په غاړه ګرځي
د چا په تشو وعدو دومره خوشالي کــــوي چـــې
هغه بې کيفه ګرځي، وګـــوره خـــــماره ګـــــرځي
دې مئينتوب دا مرتبه وکړه اوس دومــره دى چې
څوک چې د ستا نوم ورته واخلي بيا په لاره ګرځي
چاته زمزم شي، چاته ميـــنه شي، خوشبو شي ورته
دا کـــومې اوښکې چې د سترګو له مـــــداره وځــي
زمــوږ غربت ته که دا خلک بد نظر کـــــــــوي نـــــــو
دا لېونۍ اوښکه به نـــــور له دغــــه ښاره ګـــــرځي
ستاسې خور: اوښکه امېل