غزل

نورې کیسې مې په سر مه بـاروه

ارمانه! ژوند ځینې مــې مه ډاروه

 

یاده ! دفکر د تورتم غیږه کـــــې

رڼې ، رڼې ولــــولــــې وپــاروه

 

هرکیفیت کـې یې ساه ګانې پرتې

طمع د خوف په نامه مـه ځاروه

 

د بدبینۍ رنځ کـــــړولـــی ولس

ورته د روغ نیـــت دوا وکاروه

 

کاینات زړه کې درته ځای درکوي

نادانه دا وخت په ځان مه خواروه

شاعره: کاینات تنها