غزل

عبدالباري جهاني

 

یوه ورځ به را پخلا سې زه به نه یم

تر خلوته به مي راسې زه به نه یم

 

ستا د زلفو په خیالونو به زنګېږم

زما په مینه به رسوا سې زه به نه یم

 

پر پانوس به مي وروستۍ اوښکي څڅیږي

پر لمبه به مي بورا سې زه به نه یم

 

ککرۍ به مي هم هېره وي له کاڼو

زما جنون ته به بېدیا سې زه به نه یم

 

له چلبازي زمانې به دي زړه شین وي

زما په مینه به رضا سې زه به نه یم

 

پر مزار به مي له شمعي سره ژاړې

له خپل سېله به جلا سې زه به نه یم

 

زما یوه یوه غزل به دریادېږي

پر خپل حسن به شیدا سې زه به نه یم

 

پردی سوی به جهان له جهاني وي

نیمه شپه به په ژړا سې زه به نه یم

 

۲۰۱۸-۲۳-۹

ویرجینیا