لیکوال : زرمينه « حسن »
په موسکا مې چې ستا سترګو ته ګتلې
پټې هيلې مې په زړه کې تېرولې
چې خبر نه شې زما د زړه له رازه
تر پلو لاندې مې اوښکې تويولې
ستا د مينې او ديدن په انتظار کې
ارزوګانې د وصال مې تل پاللې
شپه او ورځ مې د لېمو مخ کې ولاړ وې
هېر مې نه کړې ! ما هېڅ وخت نه هېرولې
ځان به هېر،جهان به هېر؛ هرڅه به هېر کړم
ته مې سيوری د بدن ، ما روح بللې
ما له تا سره آزل کې ژمنه کړې
بېل مې نه کړې ! ما له ځان نه بېلولې
زرمينې « حسن » تکل کاوه تمام عُمر
تصور کې يې هرګام کې خپلولې