زموږ زړونـــــه هم د غوښې دي ګلابه
دا ستا دوه سترګې مې خوښې دي ګلابه
پـسرلی مې د خـــــزان له زوره نه دی
په څـېـره دې د غــم نښـــــې دي ګلابه
زه خـــو ستا د بڼو شمار کوم درګورم
او ستا سترګې په چا خښې دي ګلابه؟
زمـــوږ فــکـر د ولس لپاره خور دی
خو حالات داسـې بـد مخـې دي ګلابه
که په زړه شي نو درځار د غزل نه دی
خـو دا ګــوتې خـــواریــکښې دي ګلابه
میوند درځار