غزل

د ژوند اخرې خاتمې ته به مې نه ورکتل

ترې وېرېدمه هدیرې ته به مې نه ورکتل

 

د ډېرو بندو دروازو په راز خبر ومه چې

د چا پرانیستې دروازې ته به مې نه ورکتل

 

که زه خبر وای چې به ما ته ستا څهره راښيي

که زه خبر وای ائېنې ته به مې نه ورکتل

 

ما به د ظلم په شپه ښکته کړې پردې د کړکۍ

د چا طوفان د چا ډیوې ته به مې نه ورکتل

 

ما دې سړي ته کتل ، ما ته یې نظر مهم و

د ده تر شا تورې سایې ته به مې نه ورکتل

 

ته مې غوښتلې ، امکاناتو پسې نه ګرځیدم

ته مې په یاد وې ، زمانې ته به مې نه ورکتل

 

جلاله ! ځان ته به مې هر اختر جامې کولې

د چا شلیدلې لوپټې ته به مې نه ورکتل

جلال امرخېل