غزني ولایت کې د هوايي بریدونو پر مهال ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي

د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي وايي، هوايي بریدونه افغان ځواکونو د غزني مرکز اړوند سیمو او په خوږیاڼو ولسوالۍ کې تر سره کړي، چې پر مهال یې ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

د امنتیي چارواکو په وینا د هوايي بریدونو پر مهال ۲۳ عرادې نقلیه وسایط، چې دوه عراده یې فلډر موټر او ۲۱ یې موټر سایکلونه دي له منځه وړل شوي.

وسله والو طالبان لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.