د کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې غزني ولایت کې ۲ سوه بوجۍ چاودېدونکي مواد کشف او له منځه وړل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې عملیات د جمعې په شپه د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.
د خبر پاڼې د معلوماتو له یادو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یوه ستره ډیپو کې، چې ۲ سوه بورۍ چاودېدونکي مواد، څلور موټرسایکلونه او عراده موټر پکې وو، له منځه وړل شوي دي.
د دفاع وزارت اعلامیه وایي، چې په دغو عملیاتو کې دوه وسله وال طالبان او د ماین جوړولو پاکستاني ماهرین هم وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.