امنیتي چارواکي وایي افغان ځواکونو تیره ورځ د غزني پر لویه لاره اړوند شهباز سیمه کې له وسله والو طالبانو سره نښته کړې، چې په ترڅ کې یې ۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي
له کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاده سیمه کې لا هم د وسله والو پرضد عملیات روان دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په یادو عملیاتو کې دوه تنه امنیتي سرتیري هم ټپیان شوي دي.