غصه څنګه راځي؟

ستاسو له پاره په دې پوهېدل ډیر اړین دي، چې غصه څنګه راځي ؟ بېلا بېل ډول پېښې، حالات، خیالات، او چاپیریال انساني ذهن باندې په مسلسل ډول اثرات پرې باسي. دا مثبت او منفي دواړه ډوله کېدای شي. مثبت اثرات ذهن ته ځواکمنتیا وربښي، خو منفي اثرات ذهن له صلاحیتونو او ځواکمنتیا نه محروم ساتي. منفي او ناخوښ کیفیاتو په صورت کې ذهن په یو ځانګړي ډول غبرګون ښکاره کوي او یو څه د اشتغال په کیفیت کې راځي. دا غبرګون په شدت سره کم یا زیات کېدای هم شي، چې همدا غبرګون د غصې په نوم یادیږي.

ایا تاسې خپله کورنۍ ځواکمنه کول غواړئ ؟

په تجربو او مشاهدو ولاړ شپږ قیمتي رازونه

ایا ځواکمنې او پیاوړې کورنۍ اوس هم موجودې دي ؟

دا پوښتنه چې کله د درې لسیزې تجربه لرونکي د یو واده کړي او خانداني سلاکار مخ ته راغله، نو دا ځواب یې ورکړ ! د خدایج شکر دی، چې د دې ځواب تر اوسه هو دی، خو له ده ماهر سره د دې خبرې اندیښنه وه، چې اخر ولې د رسنیو ټول تمرکز او پام د کورني ژوند په منفي اړخونو باندې وي؟

ده ممکن فکر کړی، چې د دې منفي رویې له کبله دا شونې وي، چې د خانداني ژوند مثبت اړخونو باندې کافي معلومات میسر نه وي. همدارنګه دا پریکړه یې وکړه، چې د ځواکمنو کورنیو حالاتو په پوهېدو څېړنې په کار دي، ښایي له دې د منفي تمایل په ختمېدو کې څه مرسته وشي. دغه ماهر د ۲۵ امریکایي ریاستونو په څلور درجنه ورځپاڼو کې دا یو اعلان خپور کړ.

( که چېرې تاسې د یو ځواکمنې کورنۍ غړي یاست، نو د مهربانۍ له مخې موږ سره اړیکه ټینګه کړئ. کورنۍ د ناکامولو لاملونو په اړه موږ په ډیر څه پوهیږو او اوس په هغو حقایقو پوه شئ کوم چې موږ د کامیابیو نه په څنګ کوي).

اعلان موثر ثابت شو او لیکونه راغلل. ځواب ورکوونکو هرې یوې کورنۍ ته پوښتنلیک ولیږل شو او د کورنیو پیاوړي کېدو څېړنيزه پروژه منځ ته راغله. تر اوسه پورې له درې زرو نه زیاتو کورنیو په دې څېړنه کې برخه اخستې ده.

په حیرانونکو خبرو کې یوه دا خبره مخ ته راغله ، چې پیاوړو کورنیو له خوا هر یو د شپږو ځانګړتیاو د ذکر کوونکو ځوانانو په فکر د کورنیو په پیاوړي کېدو کې بنیادي کردار ادا کوي.

هغه شپږ ځانګړتیاوې دا دي !

۱-وفاداري له ژمنتیا سره

هرې کورنۍ د کامیابۍ له پاره مهم شی وخت، پیاوړتیا، د زړه او جذبې پانګونه ده. د پیاوړو کورنیو غړي خپلې کورنۍ ته په هر دویم شي باندې لومړیتوب ورکوي. دوی د یو بل بریا، پرمختګ او خوښۍ له پاره وقف وي. په هر صورت کې یو بل ته وفادار وي او د کورنۍ په بقا باندې یقین کوي.

په داسې کورنیو کې ژمنتیا، اخلاص، وفا او د خوشاله ګډ ژوند اړیکې نه شلېدونکې وي. دوي بې وفایي د نورو زړه ماتول په تعبیر پېژني، چې د دې بدل اخستل ممکن دی.

ځینې کورنۍ کار او په دې کې بوخت وخت او انرژي د کورنۍ له پاره تر ټولو لوي دښمن بولي.

یو پلار لیکلي چې : ځینې وخت داسې محسوس کوم چې کوم وخت چې زه له بچو سره تېروم، که دا دفتر کې تیر کړم ډير ګټور دی. بیا فکر کوم چې کاروباري راپور کوم چې زما د راتلونکې ژوند په څو ورځو یا اونیو باندې اثر کوي. دا پر خپل ځای مهم دی، خو د یو پلار په حیث زما کار په هر حال کې ډیر مهم دی. که چېرې زه خپلو بچو ته یو ښه پلار اوسم، نو زما بچی به هم راتلونکي کې ښه پلار شي. ثابته به شي، کله چې بیا زه نه وم، د هغه کاروباري راپور تاریخ به هم تیر شوی وي، نو بیا به زما زوی یا لمسی یو ښه پلار وي، ځکه چې زه ښه وم.

۲- ګــډ وخت

کله چې ۱۵۰۰ ماشومان وپوښتل شول، چې د د دوي په فکر د یوې خوشاله ، خرم او پیاړوې کورنۍ له پاره مهمه خبره څه ده ؟ نو دوی د شتمنو او عصري کورنیو نوم وانخست، د دوی ځواب په اتفاق سره دا وه ( یوځای کار او لوبې کول).

د ثابتو کورنیو غړي وایی، چې دوی ډير وخت په کډ کار کولو، لوبېدو، عبادت کول او یا خوړو خوړلو سره تېروي. د دوی په فکر دا خبره مهمه نه ده، چې تاسې څه کوئ، مهمه دا ده چې یو ځای یې سره په ګډه کوئ.

یوې ښځې لیکلي ، څومره وخت چې موږ په لوبو کې تېر وو، همدومره وخت په یو ځایي ډول کار کولو کې هم تېر وو. جامې پرېمنځل، اوتو کول او دا پر ځای کول ، واښه پرې کول او داسې نور … ، خو دا هر څه لږ ذره هم ناخوښ نه بریښي. دا زموږ د ژوند ډېر قیمتي وخت وي، کله چې موږ سره یو ځای په ګډه کار کوو، یو بل ته ډير نږدې کیږو.

تر کوم ځایه چې د وخت مقدار د دې د کیفیت سره د مقابلې پوښتنه ده، د ثابتو کورنیو وینا ده، چې په یو ځای تېرولو د وخت لوړ کیفیت د یو څه وخت د ملګرتیا نه پیدا کیږي.

یوې دولتي کارکونکې مور لیکلي، چې زه له خپلې لور سره د کم وخت په تېرولو په اړه وایم، چې وخت خو مو یوازې ۱۵ دقیقې وه، خو ډیر ښه وه، که څه هم زه په دې ښه پوهېږم، چې دا له مسولیت نه مخ اړول او خپل ځان ته دهوکه ورکول دي.

۳- داد او ستاینه

یو بل ته په پراخه توګه د ستاینې ورکولو احساس د انسان له بنیادي اړتیاوو نه شمېرل کیږي. له ډیر لیک لوستلو او له زرهاو مرکو (انټرویوز) نه وروسته معلومه شوه، چې په ثابتو کورنیو کې یو بل ستایل او داد ورکولو کچه له توقع څخه یو څه ډيره وه.

یوې مور لیکلي وه، چې موږ دواړه هر وخت له ویده کېدو وړاندې د خپلو بچو کوټو ته زو او له سینې سره یې لګوو، مینه ورسره کوو او د ورځې ټولو ښه کارونو ستاینه یې کوو. د هرې ورځې په پای کې دوی ته دا پیغام رسول زموږ په خیال ډير اړین دی.

یوې بلې جوړې لیکلي دي، چې په ځای توصیف او ستاینې په رښتیا هم د دوی ټول ژوند بدل کړ، کنه تباهې راتلونکې وه. د دې میرمنې تحریر و، له واده وروسته ژر تر ژره زموږ لیدنه د ځینو داسې جوړو سره وشوه ، چې هغوي کې هر چا خپل ځان ډير لوړ او نور یې ډير کم او د نیوکې وړ ګڼل. دوی به د هر چا په ژوند کې یو نه یو عیب او نیوکه پیدا کوله او د یو مضمون به ترې جوړوه. د دوی له ښکنځلو او بد نظره څوک محفوظ نه وو. په غیر محسوس ډول د دوی له دې عادت نه موږ اثر واخست. موږ ته له خپل واده کړي ژوند نه ډیر د پښیمانۍ احساس وشو. زموږ فکرونه منفي شو.

له نیکه مرغه چې اخر یوه ورځ موږ ته د حالاتو سم احساس وشو. تر ټولو لومړی موږ د ملګرتیا هغه زړه ډله پرېښودله او یو څه نوي ملګري مو پیدا کړه. بیا مو په خپل فکر کې د تصدیق راویښولو شعوري هڅه وکړه. اوس زما خاوند کور ته راتګ سره وایي امم زما خیال دی ته نن له بچو سره ډېره مصروفه وې، د دوی ویښتان دې جوړ کړي او ښايي خریداري مو هم کړې وي. هداسې په خپلو خبرو کې د دې ذکر هم نه کوي ، چې ټوله ورځ مو د کور پاکوالي خیال نه دی ساتلی او کله هم چې د کاروبار معاملاتو نه ستړی او ستومانه کور ته راشي، نو زه ورته د تېرې اونۍ هغه درې ورځې وریادې کړم په کومو ورځو کې یې چې کاروبار ډیر ښه وه. موږ خپل ځانونه پر دې اصولو ټينګ کړي دي، چې دا فکر مه کوه، ولې ونه شول، داسې وایه او څه مو ترلاسه کړه؟.

۴- عامه اړیکې

د څېړونکو د رایو مطابق ښه (Communication) د مهمو اړیکو احساس سره تړي. له دې سره اندېښنې او پرېښاني کمیږي او د راتلونکو څو جذباتي طوفانونو سل بابه به شي.

یو پلار لیکلي چې موږ په عامو خبرو کافي وخت تېر وو، په دې دوران کې له ځينې ډير مهمو مسایلو نه پرده پورته کوو یا داسې جذباتو او احساساتو ته ژبه ورکوو، چې د هغې اظهار موږ ټولو ته ګټور ثابت شي. که چېرې زما زوی له ما سره د کار، لوبو او د نور زړه پورو مسایلو په اړه خبرې نه شي کولای، نو بیا په ښوونځي کې د ځمکې لاندې د مخدره موادو کاروبار په اړه له ده سره د خبرو کولو څه توقع کولای شو؟

زما میرمنې څو ځلې وویل، چې نن سبا په ښار کې کوم کوم ښه فلمونه لیدل کیږي؟ د دې مطلب په اصل کې دا دی، چې هغه کوم ښه فلم لیدل غواړي، خو که سم مفهوم ترې وانخلم، نو زه به د ورځپاڼې نه ورته د فلمونو نومونه اخلم. په دې به هغه خفه کېده او زه به حیران شوم، چې اخر څه شوي، بیا یو ورځ یو ناڅاپه زما فکر ته راغله، چې څنګه دې د ښه فلمونو په اړه پوښتنه وکړه ؟ نو پوه شوم او ورځپاڼه مې یوې خوا ته واچلوله او دا مې یو ښکلي فلم لیدو ته بوتله. زموږ تر منځ د اړیکو د پیکه کېدو مسله په همدې ورځ حل شوه. اوس هغه د اشارو پر ځای ښکاره خبرې کوي، چې فلم لیدو ته ځو او زه هم ورته د پروګرام زمینه برابروم او په ګډه سره لاړ شو.

ثابتې کورنۍ په دې خبره فکر کوي، چې ښې اړیکې په خپله نه رامنځ ته کیږي، د دې له پاره نیت ، هڅه، وخت او تمرین ته اړتیا ده.

۵- غوره معنویات

کامیاب او ثابتو کورنیو ته نږدې ښکلي معنویات یو داسې دروني کیفیت دی، چې په موږ کې له نورو سره د مینې او د دوی په درد کې د شرکېدو او ملګرتیا جذبه پیدا کوي. د ځیني خلکو په اند د دې اظهار د مذهبي عباداتو نه کیږي. څنګه چې د نورو په قول د خلکو د ښه روح اصلي نښه دا ده، چې د خپل شا او خوا انسانانو خیال ساتي او د اخلاقي ارزښتونو تابع دی.

د معنوي ارزښتونو عملي اظهار د ثابتو کورنیو د ورځني ژوند برخه وي. دوی چې څه وایي، هماغه کوي. په دې کې د امانتدارۍ، مسولیت او د ځواک برداشت موجود وي.

یو ښاغلي لیکلي :

دا اړینه ده، چې موږ په خپل ورځني ژوند کې د معنوي ارزښتونو اظهار وکړو، دا څنګه شونې ده، چې زه دې د ماشومانو په مخ کې د دیانتدارۍ غوښتونکی وم، خو خپله د مالیې په عایدو کې غلا کول، د مسولیت په اړه لیکچر ورکول او د اړتیا پر مهال د ګاونډي خیال نه ساتل. ماته معلومه ده، که چېرې زه منافقت وکړم، نو زما اولادونه به هم منافق را لوی شي.

۶- د بحران مقابله

ثابتې کورنۍ هم له مسایلو خالي نه دي، د دوی په ژوند کې هم بحران راځي، خو دوی په کامیابۍ سره د دې مقابله کولای شي. د مسایلو سره مخامخ کېدو له پاره له دوی سره یو څه وسایل هم وي. څنګه چې د مثبت فکر، غوره اړیکې، غوره ارزښتونه او داسې نور چې مخکې ذکر شوي دي، خو یو بله مهم وسله د دوی سره هم مهالیزي ده. کله چې دوي په لوړ حالات په خپل واک کې نه شي راوستی، نو د دې پر ځای چې د دوي د ژوند خنډ ورګرڅي دوي د نویو حالاتو سره سم ځان برابروي.

د هارډورډ پوهنتون نه د پي، ایچ، ډي (دوکتورا ) په کچه یو څلویښت کلن پروفیسور سره د ژوند هر نعمت موجود و. ښه ښځه، ښه بچي، له سکون ډک کور، عزت او شهرت، یو ورځ ناڅاپه خبر شوم چې د ده د ښځې ورور د سرطان ناروغي لري. ښځې سم د لاسه د یو محدود وخت له پاره خپل بال او بستر وتړله او د ورور خدمت ته ورغله. پروفیسور ته دوه طرفه  ضرر ورسیده، یو د اوښي ناروغي او بل د خپل کور اجر .

د یو ثابتې کورنۍ ښیګڼې د پروفیسور په نظر کې و، ده سره یې علم و، چې کورنۍ یو داسې اداره ده چېرته چې سړي ته سکون ترلاسه کیږي، مینه او پرمختګ ترلاسه کیږي، ځواکمن کیږي او بیا انسان یوې نوې جذبې او پوره ځواک سره د ښه نه ښه ژوند د تعمیر او تشکیل له پاره بهر وځي. پروفیسور هم ژر له دې نوي حالت په پیښیدو سره بلدتیا پیل کړه. د ماشومانو چمتو کول، سهارنی تیارول، ښوونځي ته رسول، هغوي سره ټوکې ټکالې کول، لوبې کول او ټول د اړتیا وړ کارونه یې ترسره کړل.

د دې اړوند یوې ښځې داسې لیکلي وه ( زه د خپلې کورنۍ راتلونکي په خاطر د مینې سرمایه لګوم، له دې پرته بله غوره سرمایه نشته).

جاوېد افتاب