غصه یا Anger

ژباړه: شریف شاهین

ټول په دې پوهیږو، چې غصه څه شی دی؟ او مونږ ټولو د عادي او یاهم د سختې غصې په توګه احساس کړې ده.

غصه  دیوې  روغې سټې عادي او عام احساس دی. مګر که له کنټرول څخه ووځي بیا نو یو لمن ستونزې جوړوي؛ په کار کې به دې ستونزې وي، اړیکې او شخصي ارتباط به دې بې خونده وي او په ټوله کې به د خپل ژوند سره تنګ وې.

غصه تاسې یو داسې حالات ته ورټېل وهي، چې فکر به کوې دا د یو قوي او د اټکل څخه وتلي احساس او حالت پیرزوینه ده.

خو په لاندې لیکنه چې برخې برخې به خپره شي، هڅه شوې، چې غصه وپیژنئ او د هغې کنټرول او مخنیوي وکړئ.

غصه څه شی دی؟ (What is Anger?)

ارواپوه او د غوسې (خشم) د مطالعاتو د برخې متخصص دوکتور چارلس سپيل بیرګر (Charles Spielberger) غصه داسې تعریفوي: ” غصه یو هیجاني او احساساتي حالت دی، چې د انسان متمرکز او مناسب حالت، نامناسب او غیر متمرکز حالت ته بدلوي”. لکه د نورو احساساتو، غصه هم اروايي او بیالوژیکي تغیر مني.

کله چې تاسې په غصه شۍ، بدن مو د انرژۍ اضافي هورمونونه تولیدوي، د ایدرنالین او نارادرنالین افرازات زیاتیږي، چې په پایله کې يي ستاسې د وینې فشار او د زړه ضربان لوړیږي.

د غصې عوامل: The reasons

د غوسې عوامل داخلې او خارجي دواړه کیدای شي.

په یو دفتر کې په خپل یو همکار او یا هم په خپل سوپرویزر غصه کیږې، یوه ترافیکه پیښه رامنځ ته کیږي، سفر دی لغوه کیږي او یاهم د ځینو شحصي ستونزو له امله په قاریږې. همدارنګه د تیر حالت داسې یوه پیښه مو په یادیږي، چې زغم يي ناشونی دی او ښکاره ده، چې تاسې غصه کولای شي.

Expressing Anger

د غصې څرګندول یا غصه ښکاره کول:

غصه په تعرضي او تیري کوونکي توګه د ځواب وینې طبعي لاره ده.

غصه هغه غبرګون دی، چې انسان يې د غندنې او ګواښ پر وړاندې څرګندوي.

غصه زمونږ قوي، زیاتره تیری کوونکی احساس او سلوک اغیزمنوي او کله، چې مونږ تر برید لاندې راځو، د ځان څخه په دفاع مو مجبوروي، نو ددې لپاره د غصې یوه مشخصه اندازه د ژوند کولو لپاره هم اړینه ګڼل کیږي.

له بله پلوه په فزیکي ډول مونږ نه شو کولای، چې د هر چا او هر هغه شي چې زمونږ د غصې او زورونې لامل کیږي، مخه ونیسو، نو قوانین، ټولنیز اصول او عامه احساس مونږ ته د غصې حد او اندازه ټاکي.

خلک د خپلو قهرجنو احساساتو د کنټرول لپاره ارادي او غیر ارادي دواړو لارې په کار اچوي.

درې مهم روشونه یا Approaches چې د غصې د کنټرول لپاره ترې استفاده کیږي عبارت دی له: غصه څرګندول، غصه خوړل، او خاموشه کیدل یا پټه خوله پاتې کیدل.

د خپلو قهرجنو احساساتو په قاطع ډول (نه په تیري کوونکي توګه) څرکندول د غصې د اظهار لپاره تر ټولو غوره او روغه لاره ده.

نو ددې لپاره اړینه ده، چې خپلې غوښتنې په واضح ډول روښانه کړئ او پرته له دې، چې څوک خپه یا خواشینې کړۍ، ورته د لاس رسي ټولې لارې واضح کړئ.

قاطع اوسیدل دا مانا نه لري، چې تاسې جدي يئ او یا له حد نه تیری کوئ، قاطع اوسیدل په دې مانا دي، چې تاسې ځان او نور محترم ګڼئ.

غصه او قهر کیدای شي، چې راماته یا شنډه يې کړئ او بیا دوباره يې رهبري کړئ. او دا هلته کیدلای شي، چې تاسې خپله غصه وخورئ، د هغې په باره کې فکر ونه کړئ او پر ځای یې په یو مثبت شي تمرکز وکړئ.

موخه يي داده چې تاسې غصه وزغمئ او دوباره يي په یوه رغوونکې او ښه طریقه اظهار کړئ.

ددی ډول کړنې خطر دادی، چې که زړه مو تش نه شي یعنې خپله غصه مو څرګنده نه کړئ، نو زړه مو ډک پاتي کیږي، چې دا بیا د ټینشن یا تشنج، د وینې د لوړ فشار او یا هم ډیپریشن یا خوابدۍ سبب کیږي.

پټه غصه د یو لړ نورو ستونزو لامل هم کیږي. هغه خلک چې غصه زغمي یا يي نه ښکاره کوي، اکثره په خلکو باندې په غیرې مستقیم یا مجهول ډول تیری کوي، په هغوې پسې پشې شاه خبرې کوي، په ټوله کې دا ډول خلک دوستانه نه وي او منفي بافه وي. هغه خلک چې همیشه د نورو د پاتې راوستو کوښښ کوي، په هرڅه انتقاد کوي، او هر وختي منفي تبصیرې کوي، دا يي نه دي زده چې خپل قهر څنګه اظهار کړي. او بی له شکه چې ددې ډول خلکو اړیکې او ملکرتیا دومداره او بریالۍ نه وي.

او وروستي ډول يي بیا دا چې؛ ته خپل درونې احساسات هم اراموې. په دی مانا چې ته نه یواځې بهرني یا خارجي احساسات کنټرولوې، چې مو پرې خبرې وکړې، بلکې په درون یعنې داخل کې هم خپل ځان ته قناعت ورکوې، چې دې سره دې د زړه ضربان کمیږي، د ارمتیا احساس کوې او په ټوله کې احساسات دې مړه کیږي.

لکه څنګه چې ډاکتر سپیلبرګر وايي: ” کله چې پورته دریو تکتیکونو یو يې هم کار ور نه کړ، نو ښکاره ده چې یو څوک یا یو شی به زیانمن کیږي”

نور بیا…