غــــــزل

ښار کې سودا نه کوي هسې ګرځي

پروا د چا نـــه کوي هسې ګرځي

 

ماته جانان باندې اثــر پــکـــار دى

تغويذ مـلا نــه کوي هسې ګرځي

 

چم ته پښتون لالى جنګونه راوړي

ســوچ د سبا نه کوي هسې ګرځي

 

زه بـې هنــــــرو تــــه حېرانه پاتې

ژوند ته سپما نه کوي هسې ګرځي

 

ستاسې وعدې اوبو ته خوب ويل دي

خلک وفا نــه کـــوي هسې ګـــرځي

 

موده يې کـــېږي بې درکه خـــو دى

کوډې په مـــا نه کوي هسې ګرځي

 

اختر ته څه وکړې؟ روزګــــار نه لري

جامې به بيـــا نه کوي هسې ګرځي

 

لېمې! هـــغه کبر کې دومره ډوب دى

د خداى ج رضا نه کوي هسې ګرځـي

 

شاعره: لېمه درمان