غــــــــزل

شاعره: سپوږمۍ

هــى د سترګو طلبګاره

بې ارزښــته خريداره

 

دنيا ټوله مســته مســته

يوه زه يم بې خـــماره

 

په خندا دې شوم غلطه

وه بې مينې جــــفاکاره

 

چې دې وو په زړه کې کاڼي

ځه اوس ګرځه بې ديداره

 

سرې لمبې او سورتنور دي

له دې غره نه هم تر ښاره

 

زه چې سوله غواړم دلته

زه په دې يم ګنهــــــګاره

 

ما په سپين لباس تير باسې

خداى دې واخله ريا کاره

 

راته وايي شه ترې تېره

له ګودره له چــــــــناره

 

اوس په ما دمينې تور دی

ځکه ژاړم تــر ســـــــهاره

 

پښتانه سره راټـــول کړه

سپوږمۍ زر شه رابيداره